د افغانستان بانک: اوونۍ کې ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شئ

د بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو په را ایستلو شته محدودیوتونه نور هم راکم کړي او اوس د بانکونو مشتریان کولی شي په اوونۍ کې ۴ سوه امریکایي ډالر او یا دیرش زره افغانۍ له خپل حسابه راوباسي.

د افغانستان بانک پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که د بانکونو مشتریان غواړي چې په میاشتني ډول خپلې پیسې له بانکه راوباسي، نو کولای شي ۱۲۰۰ ډالر یا ۱۰۰ زره افغانۍ په یوه میاشت کې راوباسي.

له دی وړاندې د ډالري حسابونو لرونکو په اونۍ کې یوازې د ۲۰۰ ډالرو د را ایستلو او د افغانیو حساب لرونکو په اوونۍ کې د ۲۰ زرو افغانیو د راایستلو اجازه درلوده.