افغانستان تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالره صادرات درلودل

تورخم، کې ولاړ سوداګریز موټر

افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالر صادرات درلودل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار د پنجشنبې (د لړم په ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې زرګونه ټنه پیاز، وچه میوه، تازه میوه لکه انګور، انار، مڼې او هوږه بهر ته صادر کړې چې ټولیزه بیه يې ۸ سوه میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېرو دوو میاشتو کې په بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو بند پاتې کېدو او د افغانستان د سوداګریزو بندرونو او ګمرکونو د تړلي پاتې کېدو له امله سوداګر د وارداتو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.