اتریش کې د ایران او د نړۍ ترمنځ د اټمي تړون په اړه خبرې پیلېږي

ارشیف: د اټومي انرژي په اړه د ویانا نړیوال مرکز کې غونډه

ټاکل شوې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د را ژوندي کېدو په اړه خبرې د روانې نوومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې بېرته پیل شي.

دغه خبرې له پنځو میاشتې راهیسې په ټپه دریدلې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د خدمتونو ادارې پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په یوه بیان کې د دغو خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکړ او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري چې د تهران له خوا د مرکچي پلاوي مشري کوي، هم په یوه ټویټ کې تائید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې به د نوومبر په ۲۹ مه نېټه بېرته پیل شي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال خپل هېواد له دې تړونه وایست او پر ایران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

تهران هم له هغې را وروسته په دغه تړون کې کړې ځینې ژمنې ترپښو لاندې کړي او د بیلګې په توګه په لوړه کچه او زیاته پیمانه یې د یورانیمو د بډاینې پروسه پیل کړې ده.