کابل کې د هوایي برید په اړه پنټاګون خپله نوې څېړنه خپره کړه

د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه شوی برید

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنې ښیي چې په دغه برید سره هېڅ قانون تر پښو لاندې شوی نه دی.

د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه نېټه په دغه برید کې د یوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول.

د امریکا د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال سامي سعید پرون چهارشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پلټونکي ټیم یې هغه شواهد او استخباراتي معلومات وارزول چې د دغه برید ترسره کوونکي ټیم ارزولي او پر اساس یې دغه برید ترسره کړی و.

د دوی پلټونکي ټیم د دې ترڅنګ د دغه برید د اجرا کوونکو مکالمې هم وارزولې.

جنرال سعید وویل، ده نه دي موندلي چې له قانون یا د جګړې له قانونه دې سرغړونه شوې وي.

هغه همدارنګه وویل چې داسې څه یې هم نه دي موندلي چې کوم کس دې داسې بې پروایي کړي وي چې هغه جرم وګڼل شي.

جنرال سامي زیاته کړه، هغه څه چې ده موندلې، د ارتباطاتو په پروسه کې اختلالات چې ډېر خلک په کې ښکېل دي، د دې سبب شوي چې دا پېښه رامنځته شي.

پنټاګون د دې پېښې په اړه د خپلې څېړنې د حقیقت موندنې پایله په یوه پاڼه کې خپره کړې او ټول راپور یې چې محرم دی، نه دی خپور کړی.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې دغه برید څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر په هغه برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا یو نیم سل نور هم ټپیان شول.