کابل کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې قربانیان: بیا هم ملکیانو ته تلفات اوړي

کابل کې د اېمرجنسي روغتون مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان

د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د تېرې ورځې برید عیني شاهدان او ټپیان وايي، لکه په تېر حکومت کې بیا هم په پېښو او بریدونو کې ملکیانو ته تلفات اوړي.

دوی وایي، د طالبانو په راتګ نه‌یوازې دا چې حملې او جګړې پای ته ونه‌رسېدې، بلکې د افغانستان خلک له لا سختو او جدي ستونزو سره مخ شول.

پر دغه روغتون د سې شنبې ورځې د غرمې حملې نږدې ۱۹ کسان وژلي او شااوخوا ۵۰ نور کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکتر شبیر احمدي هم د سې شنبې ورځې په برید کې ټپي شوی دی.

دی وایي، کله چې غرمه مهال له خپل همکار سره د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره له روغتونه وتل، د دغه روغتون د وتلو دروازې ته نږدې زوروې چاودنې دوی څو متره ایسته وغورځول.

د ښاغلي احمدي په خبره، کله‌یې چې سترګې خلاصې کړې هغه ځای کې وینې او لوګي وو او پر دوی د دې حملې د قربانیانو د غوښو ټوټې او وینې پرتې وې.

کابل کې د اېمرجنسي روغتون چې د تېرې ورځې د حملې یو شمېر قربانیان ورولېږدول شول

د ده پښه په دې برید کې ژوبله شوې او اوس تر درملنې لاندې دی: "تقریباً له یوې بجې به تېرې وې چې ما او همکار مې غوښتل بهر ووځو، له لومړۍ دروازې دوه متره لیرې شوي وو چې ناڅاپه چاودنه وشوه او زه او همکار مې یې شاته وغورځولو، کله چې مې سترګې خلاصې کړې ټولو ځایونو کې وینې او لوګي ښکارېدل او زه هم ګنکس وم."

ډېری قربیان د ناروغانو پایوازان، د سړک غاړې د توکو پلورونکي او د دغه روغتون له مخې تېرېدونکي کسان دي.

د دغې پېښې یو بل عیني شاهد نور محمد ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د ناروغانو پایوازان هم وو، ځیني کسان چې د ۴۰۰ بستریز روغتون په لور ورتلل، ځیني کسان به چې صحت طفل روغتون خوا ته تلل، د ډېرو خلکو مړي په ځمکه پراته وو، ځیني کسان له وینو ډک او ځیني هم د تېښتې په حال کې وو."

د افغانانو غوښتنه د طالبانو له حکومته دا ده چې لږ تر لږه دې د دوی د ځان او ژوند امنیت خوندي کړي.

حسیب‌الله چې د کابل پوهنتون د ادارې او عامه پالېسۍ د پوهنځي محصل دی او د تېر یو کال مخکې پر دغه پوهنتون حمله کې ټپي شوی و او تر اوسه د ګرځېدو نه‌دی وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې بېلابېلو حملو له دوی قربانۍ اخیستي او اوسنی حکومت باید د ټولنې د هر قشر لپاره امنیت ټینګ کړي څو د خلکو باور ترلاسه کړي.

کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون حمله کې ټپیان شوي کسان

دی زیاتوي: "د محصلینو د امنیت خوندیتوب، د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب او د افغانستان د ټولو اوسېدونکو د امنیت خوندیتوب غواړو، ځکه د تېر نظام د له‌منځه تللو یو لامل دا و چې ژمنه به‌یې کوله، خو عمل به‌یې پر نه‌کاوه، اوسنی حکومت هم ژمنې کوي، خو عمل پرې نه‌کوي."

د حملې څو ساعته وروسته د اعماق خبري اژانس انګلیسي پاڼې چې د داعش وسله‌والې ډلې فعالیتونه خپروي، د داعش ډلې له لوري د دغې حملې د منلو خبر خپور کړ.

طالبانو ویلي چې د شپږ هغو بریدګرو له ډلې چې پر دغه روغتون‌یې حمله کړې ۴ کسان‌یې وژلي او ۲ نور یې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دا ډله خپل هدف ته ونه‌رسېده او د دوی وسله‌والو د ۱۵ دقیقو په ترڅ کې وکولای شول چې حمله دفع کړي.

ښاغلی کریمي وايي: "هغوی تر اوسه ونه‌شو کړای چې پوځي پوسته هدف وګرځوي، دا په دې معنی ده چې تر اوسه د دوی له لوري موږ ته ستونزه نه‌شته، خو یو مزاحمت دی چې ملکي خلکو ته زیان رسوي او موږ داسې پلانونه په پام کې لرو چې د دوی پټن‌ځایونه کشف او له‌منځه یوسو او کلیدي عناصر یې په ټول افغانستان کې له‌منځه یوسو."

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

دې حملې پراخ نړیوال غبرګونونه هم راوپارول.

د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان پر دغه ستر پوځي روغتون حمله غندي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول حملې له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د اسد میاشتې په ۲۴مه او د اګسټ میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه د داعش یا سلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې پر ځینو جوماتونو او نورو ملکي ځایونو د حملو مسؤلیت منلی دی.

له دې حملو یوه‌یې د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر دروازې مخې ته حمله وه چې د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې د ۱۳ امریکایي ځواکونو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شول.

د اکټوبر په اتمه نېټه په کندز ولایت کې د شیعه‌ګانو پر یو جومات حمله وشوه او له دې حملې یوه اوونۍ وروسته د اکټوبر په ۱۵مه نېټه د کندهار ولایت د شیعه‌ګانو په جومات هم ورته برید وشو چې د دواړو حملو پړې داعش ډلې منلې دي.

له دې مخکې هم د تېر حکومت پر مهال د داعش ډلې د خراسان څانګې له لوري په افغانستان په ځانګړې توګه کابل ښار کې خونړۍ حملې ترسره شوې دي.