کابل کې د سردار داوود خان روغتون چارې بېرته په عادي ډول پیل شوې

ارشیف، د سردار داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون

د طالبانو حکومت وایي، کابل کې د سردار داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارې نن سهار بېرته په عادي ډول پیل شوې دي.

د طالبانو د لوی درستیز د روغتیایي څانګې مسؤل محمد طاهر احرار ویلي، د پروني برید پر مهال د روغتون ودانۍ او کارکوونکو ته زیان نه‌دی اوښتی.

ښاغلی احرار زیاتوي: "مریضان الحمدالله ټول روغ او سالم دي، ډاکترانو ته هم زیان نه‌دی رسېدلی، زموږ کارونه عادي روان دي، نن سهار مو هم ناروغان منلي دي، پخوانیو مریضانو ته اوس هم ډاکتران تداوي کوي."

پر دې روغتون پرون ډله‌ییز برید وشو چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

طالبان وایي، برید کې د دوی د درېیو سرتېرو په ګډون ۷ تنه وژل شوي، خو روغتیایي سرچینو د ۱۹ کسانو د وژنې راپور ورکړی دی.