کندز کې د هاوان د سرګلولې په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي

د کندز ښار

په کندز ولایت کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه نن سهار د چهاردرې ولسوالۍ په سید مختار سیمه کې شوې ده.

د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل، ماشومانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده: "روغتون ته یې ټول ۷ ماشومان راوړي دي، عمرونه یې د ۷ او نهو-لسو کلونو ترمنځ دي. دوه تنه شهیدان وو، یو هلک او یوه نجلۍ، پنځه تنه ټپیان وو چې دوه یې نجونې او درې هلکان دي."

په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

کندز تېرو کلونو کې د طالبانو او پخواني حکومت د سرتیرو د جګړې تود ډګر پاتې شوی او اوسیدونکو یې تازه له طالبانو غوښتي چې خښ شوي ماینونه او د جګړې نور پاتې شوني شنډ کړي.