د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون د برید پړه داعش ډلې منلې

ارشیف

د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د پروني برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

د داعش خبري اژانس اعماق پر خپل ټیلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د کابل پر وزیر اکبرخان مېنه کې دا برید د دې ډلې پنځو جنګیالیو ترسره کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پرونۍ حملې وروسته وویل، دې ډلې غوښتل پر روغتون د برید مهال ملکي وګړي، ډاکټران او ناروغان په نښه کړي، خو ده زیاته کړه چې طالبانو دا برید د پنځلسو دقیقو په ترڅ کې شنډ کړ.

د مجاهد په وینا د طالبانو ځانګړي ځواکونه له یوه هلیکوپټره د روغتون پر بام راکښته شول او دا حمله یې شنډه کړه.

ښاغلي مجاهد وویل، په دې برید کې له روغتونه بهر د طالبانو دوه وسله وال، دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي دي، خو د روغتیا وزارت یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دې برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او شااوخوا پنځوس نور ټپیان شول.