هارون حکیمي: بامیانو کې د بودا پر مجسمو برید اندېښمن کړی یم

د بامیان دره

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال وايي، په بامیان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا پر بودا مجسمو د برید ویډیو اندېښمن کړی دی.

هارون حکیمي، پرون پر خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ او نړیوال د تېرو شلو کاله د پخوانیو زخمونو درملنې ته حیران وو چې اوس یې بیا پر یادګارونو برید کېږي."

په هغه ویډیو کې چې ظاهراً د روان میلادي کال د سطپټمبر پر لومړۍ نېټه اخیستل شوې، شااوخوا لس وسله وال کسان ښکاري چې د بودا پر مجسمو ډزې کوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت دریځ دا دی چې تاریخي اثار او لرغوني ځایونه به پرخپل حال پاتې کېږي.

طالبانو په خپله تېره حکومتوالي کې د افغانستان ستر لرغوني او فرهنګي ځای د بامیانو بت د راکټونو او چاودېدونکو توکو په وسیله ونړاوه.