د پاکستان سفیر: د چمن- سپین بولدک او تورخم دروازې پرانیستل شوي 

د تورخم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د چمن- سپین بولدک او تورخم دروازې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

منصور احمد خان ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پردغو دروازو له پرون راهیسې عام خلک او تجارتي لارۍ تګ راتګ کولی شي.

احمد خان زیاته کړه: "پر تورخم دروازه د سوداګریزو توکو او ویزه لرونکو خلکو تګ راتګ بېرته پیل شوی. د چمن دروازه د افغانستان له لوري تړل شوې وه چې هغوی ښايي په دې تړاو خپلې غوښتنې درلودې."

په چمن کې ځايي چارواکو پرون وویل، دغه دروازه چې د اکتوبر له پنځمې نېټې د طالبانو د حکومت له خوا تړل شوې وه، اوس به هره ورځ له اتو بجو د مازېګر تر څلورو بجو په پلي ډول د خلکو د تګ راتګ او تجارتي مالونو پرمخ خلاصه وي.

په چمن کې ځايي تجارانو څو څو وارې لاریون هم کړی و او د دې دروازې د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه یې کړې وه.