د سپين بولدک - چمن دروازه د ټرانزیټ پر مخ پرانيستل شوه

د چمن او سپین بولدک لار

د سپين بولدک - چمن دروازه نن د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت بيګاه ناوخته ازادی راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سې شنبې ورځې له اتو بجو وروسته پرانيستل شوه او هره ورځ به اته ساعته پرانيستې وي.

همت وويل چې تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریزو موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورت سفر کولای شي.

د‌يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت شااوخوا یوه میاشت مخکې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله د سپين بولدک دروازه وتړله چې له امله يې سوداګرو د درنو زيانونو له ور اوښتو خبر ورکړی وو.