د هرات چارواکي: د نفتي موادو د بیو د کنټرول لپاره کار کوو

د کابل ښار

په هرات ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د نفتي مواد د نرخونو د کنټرول لپاره په يوې تګلارې کار کوي.

دې خونې د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل، د لويديځ زون له ټولو نفتي سوداګرو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې سوداګرو د خونې له چارواکو د نفتي توکو د انتقال د کرايې د کمښت غوښتنه کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي چې دواړو خواو په دې ټينګار وکړ چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې په يوې هر اړخيزې تګلارې کار وشي، څو بازارونو کې د نفتي موادو نرخونه کنټرول شي.