ناسا: نړیوالې فضایي اډې ته د څلورو ستور مزلو استول ځنډول شوي

څلورو ستور مزلي

د امریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا وایي، نړیوالې فضایي اډې ته د هغو څلورو ستور مزلو استول د یوه ستور مزلي د روغتیایي ستونزې له امله ځنډول شوي دي.

ناسا د هغه ستور مزلي یا فضانورد چې روغتیایي ستونزه لري، نوم نه دی په ډاګه کړی، خو هغه یې عادي روغتیایي موضوع بللې ده.

ټاکل شوې وه چې د دغو څلورو ستورمزلو د سپېس اېکس فضایي بیړۍ پرون الوتې وای.

دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یوه فضایي بیړۍ د یوه عملې د روغتیا له کبله ځنډول کېږي.

ناسا ویلي چې د دغې فضایي بېړۍ توغول د نوومبر۶ مې نېټې ته ځنډول شوي دي.