افغاني سرې میاشتې غزني کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې 

غزني کې مرستې

افغاني سرې میاشتې ټولنې په غزني کې پر ۳۰۰ بې وزلو، بې ځایه شوېو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشلي دي.

د یادې ټولنې د ریاست سرپرست مشر نېک محمد عابد ازادي راډیو ته وویل، دغه مواد د ترکيې له لوري ورسره مرسته شوې.

عابد وايي: "لومړی خو موږ د ترکېې له سرې میاشتې مننه کوو چې مرسته یې کړې وه، د هغه بې ځایه شوېو او بې وزله کورنیو لپاره چې مرستو ته سخته اړتیا لري، لومړی موږ سروې وکړه او بیا مو دغه اړمنو کورنیو ته دغه مرسته ورکړه."

د دغه ټولنې چارواکي وايي، ژمی را روان دی او دې ولایت کې ډېری خلک له ستونزو سره مخ دي، دوی پر نړیوالو ټولنو غږ کوي چې ورسره مرستې وکړي.

همداراز هغه خلک هم خوښ دي چې دا مرستې یې تر لاسه کړي دي له ډلې یې یوه مېرمن لال بي بي وايي، د ګټې وټې یې څوک نشته، خو نن چې یې د سرې میاشتې له لوري دغه مرسته ترلاسه کړې، څو ورځې به یې د اولادونو ښه پرې وشي.

په غزني کې د تېرو جګړو، بې کاریو او وچکالۍ له امله ډېری خلک په فقر، بې وزلۍ کډوالۍ کې ژوند کوي.