بلېنکن: معلومه نه‌ده چې تهران هم غواړي پر اټمي تړون خبرو ته راستون شي که نه

انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسه د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته د ایران د بیا راګرځولو هوډ لري، خو معلومه نه‌ده چې تهران هم غواړي خبرو ته راستون شي که څنګه؟

بلېنکن دا خبره پرون د ایټالیا له پلازمېنې روم نه سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې وکړه.

بلېنکن وویل: "جمهور رئیس جو بایډن له خپلو جرمني، فرانسوي، او بریتانوي سیالانو سره دلته په روم کې سره راغونډ شوي او ټول اټمي تړون ته د ایران د راستنولو هوډ لرو. دا ځکه نوې خبره ده چې موږ پخوا په دې اړه سره مخالفه وو په تېره بیا هغه وخت چې امریکا له دې تړون وتلې وه."

یوه ورځ مخکې امریکا، فرانسې، بریتانیا او جرمني له ایران وغوښتل چې د لانجو او د هغو د خطرناکه پایلو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې پابندي له سره پیل کړي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له ایران سره له اټمي تړون ووت او په دغه هېواد یې سخت اقتصادي بندیزونه پیل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان تېره ورځ وویل چې که امریکا د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته د بیا ستنېدو په برخه کې جدي وي، ولسمشر جو بایډن په دې تړاو یو اجرايي فرمان صادرولی شي.