طالبانو په کابل کې ۷ کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نیولي 

کابل

د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې په کابل کې یې اووه کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نیولي دي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست خبر ورکړی چې د دوی غړو د کابل د نهمې حوزې په پکتیا کوټ سیمه کې د غلو دوه ډلې له وسلو او موټرو سره نیولي.

د خبر له مخې دغو کسانو د خلکو له کورونو په زور موټر او نور قیمتي شیان وړل.

اخوا باختر اژانس خبر ورکړی چې د ښار په ۱۱مه حوزه کې هم درې کسان د غلا په تور نیول شوي دي.