سهيل شاهین: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو قانوني حق دی

سهیل شاهین

سهیل شاهین چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ملګرو ملتونو ته د دایمي استازي په توګه کاندید شوی ویلي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د قانون له مخې د طالبانو حق ده.

هغه پرون مازیګر په خپل ټویټر لیکلي: "طالبان د افغانستان په ټولو سرحدونو باندې کنټرول لري او د خلکو له ملاتړ هم برخه‌من دی، دا د یوه دولت د رسميت پېژندلو لپاره دوه اړین مسایل دي."

طالبانو د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې یوه ورځ مخکې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش ته لیک واستاوه او په‌کې یې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه ورمعرفي کړ.

طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون وینا غوښتنه هم کړې وه.

خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی او نه د دغه سازمان په ۷۶مه عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون او وینا وکړه.

دمګړۍ غلام محمد اسحق‌زی چې د افغانستان د جمهوري دولت استازی و په ملګرو ملتونو کې په خپله څوکۍ پاتې دی.