سعودي عربستان وايي د ریاض او تهران ترمنځ خبرو د پام وړ پرمختګ نه‌دی لرلی

د سعودي عربستان او ایران بیرغونه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي د ریاض او تهران ترمنځ تر اوسه پورې څلور پړاوه خبرې شوي، خو د پام وړ پرمختګ‌یې نه‌دی لرلی.

ده روېټرز خبري اژانس ته پرون (شنبې) وویل، د دواړو خواوو خبرې په ښې فضا کې وې، خو لا په لومړنیو پړاوونو کې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې له ایران سره‌یې خبرې ملموسې نتیجې ته ورسېږي.

د سعودي او ایران رسمي اړیکې په ۲۰۱۶ م کال په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له حملې وروسته پرې شوې.

دواړه هېوادونه په یمن، لبنان او نورو هېوادونو کې سیالي لري.