یو امریکايي چارواکی: جو بایډن به نن د ترکیې ولسمشر ته خبرداری ورکړي

(ښی-کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

یو امریکايي چارواکی وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن به نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته خبرداری ورکړي چې هر ډول بېړنی اقدام د امریکا او ترکیې په ګټه نه‌دی او باید له کړکېچه ډډه وکړي.

ښاغلی بایډن په جي ۲۰ یا د شلو سترو شتمنو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایټالیا روم ته تللی دی.

دی به د جي شل غونډې په څنډه کې له اردوغان سره له متحده ایالاتو څخه د «اېف ۱۶» جنګي الوتکو د رانیولو لپاره د ترکیې پر غوښتنه او همداراز د سوریې او لیبیا په شمول د سیمې پر مسئلو هم وغږېږي.

وروسته له دې چې د امریکا، فرانسې، جرمني، هالنډ، کاناډا، ډنمارک، سویډن، فنلند، ناروې او نیوزیلنډ سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د عثمان کاوالا د دوسیې د حل غوښتنه وکړه، اردوغان د دغو ۱۰ هېوادونو سفیران نامطلوب وبلل او د هغو د وتلو حکم‌یې صادر کړ.

عثمان کاوالا په ۲۰۲۰ کال کې له هغو تورونو برائت ترلاسه کړ چې د دولت ضد اعتراضونو د پلانولو په تړاو پرې لګېدلي وو.

خو د ترکیې حکومت نوموړی په دې تور زنداني کړی چې د اردوغان پر ضد یې د ۲۰۱۶م کال په کودتا کې لاس درلود.