یونان: د ۴۰۰ پناه غوښتونکو لېږدوونکې بېړۍ به ودرول شي

د یونان اوبو کې د کډوالو لېږدوونکې یوه بېړۍ

د یونان د سمندر غاړې ساتونکو یوه چارواکي ویلي، هغه بېړۍ به د یونان په بندر کې ودرول شي چې ۴۰۰ پناه غوښتونکي په‌کې سپاره دي.

دې چارواکي پرون وویل، دغه بېړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپېږي، د کارپاتوس ټاپو خوا ته په حرکت کې ده او دوی هڅه کوي چې خوندي ځای کې سپرلۍ ترې ښکته کړي.

یونان اروپایي هېوادونو ته د هغو پناه غوښتونکو اصلي لاره ده چې غواړي د ترکیې له لارې دا مسیر ووهي.

معلومه نه‌ده چې په دغې بېړۍ کې د کومو هېوادونو پناه غوښتونکي سپاره دي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کډوال هغه مهال په اوبو کې ډوب شول چې بېړۍ یې کیوس ټاپو ته نږدې واوښته.