طالبان: له ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو ایستلو لپاره پروګرامونه لرو

د خوست اوسیدونکي

طالبان وايي، دوی له روان ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو د ایستلو لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرامونو کې د یو شمېر پروژو پلي کېدل، د بهرنیو مرستو جلب، په منظم ډول د عوایدو راټولول او خلکو ته د کاري زمینو برابرول شامل دي.

ښاغلی کریمي، دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان اوسېدونکي له ناسم اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ او لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په دې اړه جدي اندېښنې مطرح کړي دي.

تازه، په افغانستان کې د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ په ستر بحران ځپلي هېواد بدلېدونکی دی او دغه شان د خوړو نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې چې راتلونکی ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.