د ترکمنستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبه (د لړم ۸مه) د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې رشید مردوف او ملګری پلاوی به یې د دې دوه ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا او نورو چارواکو سره وګوري.

کریمي زیاته کړه: "په ترکمنستاني پلاوي کې د ټاپي پروژې د مشر په ګډون نور چارواکي هم شامل دي. دوی به د اسلامي امارت له رییس الوزار، سیاسي مرستیال او دغه شان د ټول ګټو او کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنې ولري."

طالبانو تېره اوونۍ ویلي و چې د ترکمنستان پلاوی د افغانستان له لارې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پروژې په اړه د خبرو لپاره کابل ته راځي.

که څه د طالبانو دولت تراوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په دې وروستیو کې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو چارواکو افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.