امریکا پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي

د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا متحد ایالاتونو پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه په عراق، لبنان، یمن او ایتوپیا کې یاغي ډلو ته د بې پیلوټه جنګي الوتکو او د دې الوتکو د وسایلو د خرڅلاو لپاره لګیدلي.

د امریکا خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې نوېو بندیزونه کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې دوه جګ پوړي غړي برید جنرال سید اغا جاني او برید جنرال عبدالله محرابي همدا راز دوه شرکتونه چې د امریکا په وینا د سپاه پاسداران د بې پېلوټه الوتکو له پروګرام سره مربوط دي، په نښه شوي دي.

د بندیزونو له مخې د دې کسانو او شرکتونو شتمنۍ په امریکا کې کنګلېږي او هېڅ څوک یا هېڅ بنسټ له دوی سره تجارتي معامله نه شي کولی.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې راغلي دي چې سیمه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو توضیع نړیواله سوله او امنیت ګواښي.