سیګار: امریکا د افغان حکومت د ماتې معلومات نه راکوي

سیګار

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې سیګار د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه تورن کړي چې د افغانستان حکومت د ماتېدو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ریښتوني ځواک په اړه یې معلومات نه دي په ډاګه کړي.

د سیګار مشر جان سوپکو پرون په ویرجینیا ایالت کې خبري غونډې ته وویل، دې معلوماتو د امریکا د کانګرس له غړیو او خلکو سره دا مرسته کولی شوی چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پایته رسولو ارزونه وکړي.

ښاغلي سوپکو د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزراتونو غوښتي دي چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه ټول معلومات خپاره کړي.