د سربیا پارکونو او کمپونو کې د بې برخلیکه افغانانو د سختیو ډک ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

بې برخلیکه افغان پناه غوښتونکي د اروپا ساړه ژمي اندېښمن کړي دي.

لسګونه افغان پناه غوښتونکي اوس وخت د سربیا په پارکونو او کمپونو کې له سختیو ډک ژوند تېروي.

هغوی اندېښمن دي چې د ژمي په را رسېدو سره به لا شرایط سخته شي.

ټول دا افغانان هغه کسان دي چې اروپا ته د رسېدو په هیله له افغانستان راوتلي دي.

د ازادي راډیو خبریال د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې له یو شمېر دغو افغان پناه غوښتونکو سره لیدلي او خبرې يې ورسره کړي.

دا ویډیويي راپور دلته وګورئ: