فارین پالیسي: د طالبانو قضایي سیسټم له خالیګاوو ډک دی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

  • فارین پالیسي

فارین پالیسي خپرونې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې طالبانو له افغانانو سره د عدالت ژمنه کړې، خو د دوی قضایي سیستم له خالیګاوو ډک دی.

د خپرونې په باور د طالبانو له پخواني رژیمه شل کاله را وروسته او د جمهوري نظام له سقوطه نژدې دوې نیمې میاشتې را وروسته لاهم افغانان یوه شفاف عدلي-قضایي سیستم ته اړتیا لري.

د افغانستان په مخکني حکومت کې ظاهرا شریعت نافذ و، خو هغه قضایي سیستم ستونزې لرلې، لګښت یې زیات او فساد په کې روان و.

د فارین پالیسي د لیکنې په باور په تېرو شلو کلونو کې هم د افغانستان په کلیو بانډو کې او ان په ځنیو ښارونو کې عام خلک د فساد له امله او د اوږدو عدلي پروسو له کبله د طالبانو محکمو ته ورتلل ځکه چې دوی ژر پرېکړه کوله، فساد او لګښت هم په کې کم و.

خو د خپرونې په باور ستونزه دا ده چې طالبان نه هغه وخت او نه اوس په عدلي برخه کې ښه قضاوت کوونکي نه دي.

دوی اسلامي شریعت پلی کوي، خو شرعي قوانین تل یو ډول نه تفسیریږي، هر عالم او د دیني علومو پوه یې په خپل اند تفسیروي او د دې قوانینو تطبیق پر ټولو یو ډول نه وي.

خپرونه زیاتوي، طالبانو یو ځل بیا د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړی دی خو د دې وزارت اصول هم په ټول افغانستان کې یو ډول نه عملي کېږي.

خپرونې د یو شمېر کسانو خبرې رااخیستې دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د محاکمو مخې ته راغونډ شوې دي. ځیني یې وایي چې هیلمند دي چې د طالبانو محکمه به یې د دوسیو ژر فیصله وکړي، دوی په دې باور دي چې په شریعت کې فساد نه شته او دا محکمې د پخواني حکومت د محکمو په څېر نه دي چې پرېکړې یې په ټولنه کې د اغېزمنو کسانو، یا رشوت او فساد تر تاثیر لاندې راشي.

خو فارین پالیسي زیاتوي چې بل لور ته لا هم یو شمېر کسان چې محکمو ته ورغلي دي په دې فکر دي چې اوس نه په افغانستان کې عدلي قوانین شته او نه هم اساسي قانون چې قضایي سیستم پرې تکیه وي.

د همدې مطلب په بله برخه کې راغلې دي چې طالبان له اقتصادي ستونزې سره مخامخ دي، له بشري ناروین سره او له داخلي اختلافاتو سره، دوی دا فرصت نه لري چې د خلکو اساسي اړتیاو ته یعنې د عدالت تامین ته پاملرنه وکړي.

  • ډپلوماټ

د لویدیځ یوې بلې خپرونې، ډپلوماټ بیا په خپله نوې ګڼه کې افغانستان ته د مرستو د رسولو مساله رااخیستې ده او لیکي، تر سلو میټریک ټنه کومکي مواد چې باید افغانستان ته انتقال شوې وای، د ازبیکستان په سرحدي ښار ترمز کې په ګدام کې پراته دي. په دې اړه د ازبیکستان او روسیې چارواکو رسنیو ته معلومات ورکړي دي.

د ډپلوماټ د لیکنې له مخې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې د افغانستان داخل ته د دې موادو د وړلو لپاره د طالبانو د اجازې ته انتظار دي.

خپرونه د کډوالو د چارو د کمېشنرۍ د ویاند بابر بلوچ په وینا لیکي، په ترمز کې خیمې، کمپلۍ، پلاستیکي فرشونه او یو شمېر وسایل دي چې په ژمي کې د خلکو په درد خوري.

ښاغلي بلوچ له کابله غوښتې دي چې هر څومره ژر چې کیدای شي دې برخه کې دې مرسته وکړي چې دا شیان افغانستان ته انتقال شي.

د ډپلومات د لیکنې له مخې د طالبانو په ادارو کې تنوکرات کسان کار نه کوي چې د دې مرستو د وېش چارې مخته یوسي، د دې لباره خیریه موسسې له دې ډلې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ باید مرسته وکړي.