اوچا ادارې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی

یوه افغانه کډواله

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې یا OCHA ویلي، افغانستان په ډېره چټکۍ سره د نړۍ پر یوه لوی بحران ځپلي هېواد د بدلېدو په حال کې دی.

د یادې ادارې مشرې الزابیت موسرات کارلیسون په خپل ټویټرپاڼه کښلي چې افغانستان کې همدا اوس ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

دې ویلي چې له هرو درېیو ماشومانو دوه له لوږې ځوریږي.

دې ته په ورته مهال، د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د راتلونکي ژمي په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې میلیونونه افغانان به له لوږې سره مخ وي.

د خوړو نړېوال سازمان د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتي چې افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې دغه هېواد سره مرستې وکړي.