امریکا سوډان کې پوځي کودتا د دغه هېواد لپاره یو لوی په شا تګ بللی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سوډان کې پوځي کودتا د دغه هېواد لپاره یو لوی په شا تګ بللی.

هغه ویلي چې هېواد یې له هغه معترضانو ملاتړ کوي چې د ملکي رهبرانو په ملاتړ سړکونو ته راوتلي دي.

ولسمشر بایډن په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه زیاته کړې: "نظامي چارواکو ته زموږ پیام واضح دی چې د سوډان خلکو ته د سوله ییز لاریون اجازه ورکړل شي او ملکي حکومت بیا فعاله کړي."

همدا راز د ملګرو ملتونو ۱۵ نورو غړو په سوډان کې د ملکي حکومت د بیا احیا غوښتنه کړې.

درې ورځې دمخه د سوډان ملکي حکومت سقوط شو، له هغه راهیسې زرګونه کسان د سوډان د کودتا د مشر جنرال عبدالفتاح پرضد سړکونو ته راوتلي.

دغه پوځي جنرال ویلي چې نظامي قدرت یې په هېواد کې د کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره ترلاسه کړی.