طالبانو شیخ مولوي عبدالحکیم د سترې محکمې رييس وګوماره

د افغانستان ستره محکمه

طالبانو شیخ مولوي عبدالحکیم د سترې محکمې رييس وګوماره.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ محمد قاسم د سترې محکمې قضايي مرستیال او شیخ عبدالمالک اداري مرستیال ټاکل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې شیخ مولوي فریدالدین محمود د علومو اکاډیمۍ رييس ګومارل شوی دی.

طالبانو چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه واک ترلاسه کړ، تر اوسه پورې تقریباً ټولې چوکۍ خپلو ملایانو ته ورکړي او له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون د ریاست لپاره د یوه لیسانسه ګومارلو په ځانګړي ډل ډېر انتقادونه وپارول.