پر افغانستان د طالبانو واکمني؛ پاکستان کې هم پر کاروبار اغېز پریوتی

د پېښور ښار یوه څنډه

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره نه یوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم د یو شمېر خلکو کاروبار اغېزمن شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د شاتو سوداګر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوو هېوادونو د شاتو صنعت ته سخت تاوان اوښتی دی.

د دوی په وینا، نه یوازې له پاکستانه افغانستان ته د شاتو صادرات کم شوي بلکې په پاکستان کې د شاتو په کاروبار کې د افغان سوداګرو پانګونه هم تقریباً په ټپه درېدلې ده.

د خېبر پښتونخوا د شاتو د اتحادیې مرستیال شیخ ګل بادشاه وايي، د پخوا خلاف اوس له افغانستانه د شاتو فارمونه پاکستان ته نه ور وړل کېږي او له دې کبله په خېبرپښتونخوا کې د شاتو د تولید اندازه خورا لږه شوې ده.

د ده په وینا په خېبرپښتونخوا او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شااوخوا یو نیم میلیون کسان د شاتو په کارو بار بوخت دي.