د سوډان امنیتي ځواکونو یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي

سوډان کې مظاهرې

د سوډان امنیتي ځواکونو یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي چې دقیق شمېر یې معلوم نه‌دی.

دا نیول د پوځي کودتا په تعقیب په داسې حال کې کېږي چې نړیوالې ټولنې د دې هېواد پر پوځ بندیزونه زیات کړي دي.

د اسوشیټډ پرس په وینا، په سلګونو مظاهره‌چیانو د سوډان د پلازمېنې خارطوم په ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو ډبرې وویشتلې.

د خارطوم په شمال کې امنیتي ځواکونو په لسګونه مظاهره‌چیان د اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو په ډزو وویشتل.

د سوډان د اطلاعاتو وزارت چې لا هم د سوډان لیرې شوي حکومت ته وفادار دی، ویلي چې امنیتي ځواکونه د پلازمېنې کنټرول ګړندی کوي.

د سوډان پوځ د اکټوبر په ۲۵مه نېټه صدراعظم عبدالله حمدوک نیولی او په دغه افریقایي هېواد کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې حمدوک اوس په خپل کور کې نظربند دی.