ایټالیا کې د جي شل د ډلې د مشرانو غونډه؛ دا ځل کووېډ-۱۹ ته ځانګړې شوې

د جي شل د مشرانو غونډه

له اقتصادي پلوه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو مشران د شنبې او یکشنبې په ورځو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې غونډه کوي، په تېرو نژدې دوو کلونو کې چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې ده د جي شل هېوادونو غونډه دا پلا ځانګړې ده.

د جي شل د راتلونکې اوونۍ د پیل د سرمشریزې ځانګړتیا په دې کې ده چې د لومړي ځل لپاره د دغو هېوادونو مشران په حضوري ډول په غونډه کې برخه اخلي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن او د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن به ټاکل شوې ده چې نن د امریکا په وخت غرمه دولس نیمې بجې له واشنګټنه روم ته روان شي.

د جي شل غونډې ته ناوخته تګ به ولسمشر بایډن ته دا فرصت ورکړي چې د سهار له خوا د امریکا د کورني لګښت د لایحې پر سر موافقه ترلاسه کړي.

په دې اړه نور: د 'جي شل' د ډلې مشران روانه اوونۍ د ایټالیا په روم کې سره راټولیږي

ټاکل شوې ده چې د امریکا په وخت نن سهار ولسمشربایډن د استازیو جرګې له ډموکراتانو سره د روم تر سفر مخکې وګوري.

د امریکایي رسنیو په باور د ډموکراټانو مشرانو داسې سېګنالونه ورکړي دي چې دوی موافقې ته نژدې دي.

په دې بودجه کې روغتیایي پروګرامونه، د وړکتونونو سمون او د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره نژدې پنځه سوه میلیارډه ډالر شامل دي.

بایډن غواړي چې د دغو لګښتونو پرسر موافقه ترلاسه کړي او بیا اروپا ته سفر وکړي‌ ځکه چې د جي شل تر غونډې وروسته د اکتوبر په ۳۱مه د سکاټلنډ په پلازمېنه ګلاسګو کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه ده.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي وویل، د روم غونډه د انزوا مخه نیسي د هغې انزوا چې روغتیایي بحران رامنځته کړې ده، خو بل لور ته دا هیلې د روسیې او چین ولسمشرانو کمزورې کړي دي، ځکه چې ولادمیر پوتین او شي جین پېنګ د روم په غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخلي.

د راپورونو له مخې د جي شل یو شمېر مشران به ترغونډې مخکې روم ته ورسېږي او دوه په دوه به غونډې وکړي.

د جي شل په غونډه کې به په نړیواله کچه د مالیاتو د کمېدو پر لارو چارو خبرې وشي، همدا راز به د کرونا په اړه او نړیوالو ته د دې وبا د واکسین د رسېدو پر لارو چارو بحث وشي.