چین: نړیوال بانک دې د افغانستان د مالي ملاتړ چارې بیا پیل کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق نه وغوښتل چې د افغانستان د مالي ملاتړ چارې له سره پيل کړي.

وانګ یي دا خبره تېره ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د ګاونډیو هغې غونډې ته وکړه چې تهران کې جوړه شوې وه.

رویټرز اژانس د چین د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي، " افغانستان اوس مهال ټولو برخو کې بیاجوړونې ته اړتیا لري او پراختیا ته یې باید لومړیتوب ورکړل شي".

وانګ یي له امریکا او نورو لویدېځو هېوادونو غوښتي چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

نړیوال بانک د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان نژدې لس میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې او په افغانستان کې دننه نقدې پیسې کمې شوې دي.