ډک ورټ: بې پلوه کمېسیون دې افغانستان کې د امریکا د جګړې هر اړخ وڅېړي

د امریکا یوه سناتوره او په عراق کې د پوځ پخوانۍ افسره ټامي ډک ورټ

د امریکا یوې سناتورې او په عراق کې د پوځ پخوانۍ افسرې وړاندیز کړی چې یو بې پلوه کمېسیون دې افغانستان کې د دوی د شل کلنې جګړې هر اړخ وڅېړي.

ټامي ډک ورټ ( Tammy Duckworth) چې د عراق په جګړه کې يې پښې هم له لاسه ورکړي پرون وویل: "موږ باید پوه شو چې افغانستان کې مو کومه تېروتنه کړې ده."

دغې سناتورې ویلي، د امریکایي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر افغانستان کې ولګول شول، خو ملت جوړونه ونه شوه او د دوی له راوتلو سره په یوه اوونۍ کې نظام ړنګ شو.

له دې وړاندې بیا د امریکا د ولسمشر په ګډون نورو چارواکو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې او ویلې یې دي، دوی هغه هدف ترلاسه کړ چې پسې راغلي وو.