ایران: ژر تر ژره باید د افغانستان ستونزې ته حل لاره پیدا شي

ایران کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه

ایراني چارواکو د افغانستان وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کې د افغانستان په اړه تر جوړې شوې غونډې وروسته طالبان مخاطب کړل او ویې ویل: "د افغانستان د مسوولینو او واکمنانو پاملرنه مو دې ته را واړوله چې په افغانستان کې تروریستي هلې ځلې باید د ګاونډیو هېوادونو د امنیت خرابیدو سبب نه شي."

ایراني چارواکو دا خبره هم وکړه چې ژر تر ژره باید د افغانستان ستونزې ته حل لاره پیدا شي او د افغانستان د اقتصادي کړکېچ مخه دې ونیول شي.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر وویل، که چېرته بېړنۍ هڅې ونه شي د افغانستان ستونزې به ګاونډیانو ته او د نړۍ نورو هېوادونو ته سرایت وکړي.

د تهران په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش دې غونډې ته خپل ویډیو پیغام استولی و.

د طالبانو استازیو په کې برخه نه لرله.