سټارز انډ سټرایپس: لا هم ۲۰۰ امریکایان او زرګونه افغانان په افغانستان کې پاتې دي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • انډپنډنټ فارسي

انډپنډنټ فارسي ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په تهران کې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته لیکنه کړې.

ورځپاڼه زیاتوي په پام کې وه چې غونډه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له لوري افتتاح شي، خو د ځینو ستونزو په دلیل د ولسمشر لومړي مرستیال غونډه پیل کړه.

د چهارشنبې په دغه ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل، طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ نه‌پېښیږي.

طالبانو ډاډ ورکړی چې د هغوی تر حاکمیت لاندې له افغانستان څخه به د نړۍ هېڅ یوه هېواد ته ګواښ رامنځته نه‌شي.

مطلب کې راغلي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په فکر اړتیا ده چې په افغانستان کې یو ټول‌شموله حکومت چې د ټولو اقوامو مؤثر او دوامداره ګډون په‌کې وي، رامنځته شي.

د افغانستان په تړاو د ایران په ناسته کې، د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون درلود.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په انلاین ډول دغه غونډه کې ګډون وکړ، خو د طالبانو چارواکو ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه‌وه ورکړل شوې.

  • سټارز انډ سټرايپس

د ستارز انډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې له کابل هوايي ډګر څخه د تخلیې له ختمېدو کابو دوه میاشتې تېرېږي، لا هم ۲۰۰ امریکایان او زرګونه افغانان په دغه هېواد کې بند پاتې دي او بهر ته د وتلو غوښتنه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د هغه هېواد کانګرس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هڅه کې دی څو له افغانستان نه د ۱۹۶ امریکايي وګړو د وتلو زمینه هواره کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې زرګونه زیانمنونکي افغانان لا په افغانستان کې پاتې دي او په دې تمه دي چې د مهاجرت د ځانګړو پروګرامونو له لارې بهر ته ووځي.

په مطلب کې راغلي د پنټاګون چارواکي په دې دلیل په کانګرس کې د سناتورانو تر نیوکې لاندې راغلي چې له افغانستان څخه‌یې د تخلیې پروګرام ته دوام ورنه‌کړ او له امله‌یې امریکایان او د هغوی افغان همکاران دغه هېواد کې بند پاتې شول.

امریکايي چارواکو استدلال کړی که د اګسټ له ۳۱مې نېټې وروسته په افغانستان کې پاتې وی، د طالبانو له‌خوا د امریکايي ځواکونو په وړاندې به د حملو ګواښ زیات و.

  • ټایم

د ټایم مجلې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو یوه لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې اوس افغان نجونو د زده‌کړې نوې لاره غوره کړې ده.

د مجلې په لیکنه چې له افغانستان نه د بهرنیانو له وتلو وروسته، زرګونه نجونې او ښځې د درس او کار له حق نه محرومه شوي او دوی خپله راتلونکې او د زده‌کړو دوام بې‌ثباته ګڼي.

د لیکنې په دوام کې لولئ چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په کابل پوهنتون کې له ۲۰ زرو محصلانو نیمايي یې نجونې وې.

د ټایم په لینکه متحده ایالاتو په تېرو ۲۰ کلونو کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې په برخه کې په افغانستان کې کابو یو میلیارد ډالر مصرف کړی او د نوي افغانستان د جوړولو لپاره هیلې زیاتې شوې، خو اوس محصلانو ویلي چې هیلې یې د له‌منځه تلو په حال کې دي.

له دې سره سره اوس ټایم وايي چې انلاین زده‌کړو د افغان نجونو پام ځان ته وراړولی.

د مطلب په دوام کې راغلي چې سلګونه افغان ښځینه زده‌کوونکو او محصلانو په کالیفورنیا کې په یوه غیر انتفاعي پوهنتون کې نوم لیکنه کړې ده.

په کالیفورنیا کې د خلکو د پوهنتون یا (پیپلز یونیورسیټي) بنسټ ایښودونکي شای راشیف ټایم مجلې ته ویلي چې د افغان نجونو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره‌یې د زده‌کړې دا پروګرام پیل کړی.

له دغه پوهنتون څخه د نړۍ په سطح ۱۰۰ زره محصلین د امریکا په تحصیلي معیارونو له زده‌کړو وروسته فارغ شوي.