د کانونو وزارت: هڅه کوو د ټاپي پروژې کار پیل کړو

ټاپي پروژه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن د دې وزارت له خوا خپره شوې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې چې دواړو هېوادونو ته ډېره مهمه پروژه ده.

محمد عیسی اخوند په دې کتنه کې ویلي دي چې هڅه کوي د ټاپي پروژې کار پیل کړي او دوی په افغانستان کې تیاری ورته نیسي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې د امنیت ډاډ هم ورکړی دی.

په ورته وخت کې د ترکمنستان سفیر ویلي دي چې د روان کال د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱مه نېټه به د دوی یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، د ټاپي پروژې په مسیر کې به د ځمکو د استملاک په اړه بحث وکړي او کار به یې پيل کړي.

ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پرانېستل شوه چې په ترکمنستان کې یې کار هماغه مهال پای ته ورسېد او د افغانستان په هرات ولایت کې یې هم کار پیل شو.

د ټاپي پروژې د ګاز نللېکه یو زره اته سوه او څوارلس کیلومتره اوږدوالی لري چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز انتقالوي.