پنټاګون: داعش ښايي ۶ میاشتو کې پر امریکا د برید وړتیا ترلاسه کړي

د داعش بیرغ

د پنټاګون یوه چارواکي ویلي دي چې اسلامي دولت ډله ښايي په شپږو میاشتو کې پر متحدوایالاتونو د برید وړتیا ترلاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پالیسي په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولین کال پرون د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې داعش ډله دا نیت لري او ښايي د شپږو میاشتو په ترڅ کې دا توان ترلاسه کړي.

ښاغلي کال وویل، تر اوسه لا روښانه نه ده چې ایا طالبان به د داعش ډلې پر ضد د اغېزمنې مبارزې توان ولري که نه خو هغه یادونه وکړه چې دا دوه ډلې له یو بل سره مرګونې دښمني پالي.

د پنټاګون دې چارواکي همدا راز وویل چې القاعده شبکه ښايي د یوه یا دوو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه بهر پر امریکا د حملو وړتیا ترلاسه کړي.

دا څرګندونې د امریکايي چارواکو د هغو اندېښنو یوه برخه ده چې وايي، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستانه متحدو ایالاتونو ته ګواښ متوجه دی.