د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ غړو دوحه کې تمرینات پيل کړل

آرشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ غړیو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپل تمرینات پيل کړل.

په دې تمریناتو کې پرون پنځه دیرش نجونو او هلکانو چې عمرونه یې د دیارلس او شلو کلونو ترمنځ دي برخه واخېسته.

نژدې درې اوونۍ مخکې د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ تر سلو ډېر زده کوونکي له خپلو کورنیو سره له کابله، پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

هغه مهال د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکي احمد سرمست ویلي و چې تر دې وروسته به په بهر کې دا چارې منظمې کړي.