د تهران نننۍ غونډه افغانستان کې د ټولشموله حکومت په ګډون ۴ موضوعات څیړي

د تهران ښار یوه څنډه

ټاکل شوې ده چې نن په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په شمول غونډه ترسره شي.

د دې غونډې اهداف سیمه ییز امنیت، اقتصادي ثبات، د کډوالو ستونزې او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل یاد شوي دي، خو د طالبانو استازې په دې غونډې نه شته.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته یې د ایران د غونډې لپاره بلنه نه ده راکړې ځکه چې دا غونډه د افغانستان د ګاونډیانو په نوم ده او پخوا هم دوه درې ځلي جوړه شوې وه او موږ یې نه و وربللي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې د تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول په دې غونډه کې ګډون کوي او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به انلاین برخه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب زاده په وینا دا غونډه به د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرانیزي.

د تهران نننۍ غونډه د مسکو ترغونډې یوه اوونۍ وروسته پرانیستل کېږي، هلته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو برخه اخېستې وه، په هغه غونډه کې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و او ټینګار یې وکړ چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپیژندل شي، خو د کوربه هېواد، روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نه کړي، بشري حقونه رعایت نه کړي نو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخېل وویل د سیمې هېوادونه په کابل کې د طالبانو حکومت ته اندېښمن دي

ټاکل شوې ده چې د نوومبر په لسمه او یوولسمه هند د افغانستان د ګاونډیانو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړه کړي.

د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې هېوادونه په کابل کې د طالبانو حکومت ته اندېښمن دي چې داسې غونډې جوړوي: "د افغانستان له اوسني وضعیته پرته له شکه چې ګاونډیان تشویش لري ځکه چې له بده مرغه طالبانو د حکومت تر نیولو مخکې وعدې کړې وې او په هغو ژمنو ونه درېدل، داسې حکومت یې جوړ کړ چې د خلکو لپاره هم د منلو نه دی او د نړیوالې ټولنې لپاره هم د منلو نه دی."

تهران تمه لري چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش به د افغانستان لپاره د نننۍ غونډې له برخه والو سره خپل پيغام شریک کړي.