د متحده عرب اماراتو د شارجه د کرکټ له لوبغالي بهر سلګونه بهرمیشتي افغانان راټول شوي د افغانستان درې رنګه ملي بېرغونه يې له ځانونو تاوو کړي او د کرکټ په شل اوورېزه نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا نمانځي.
په افغانستان کې هم د بېلابېلو ولایتونو ګڼو اوسېدونکو دغه بریا ونمانځله او وېې ویل خوښ دي چې د کرکټ لوبډله لري.
د کونړ اوسېدونکی فضل واحد افګاري وايي: "د کرکټ د تېرې شپې بریا موږ ټولو افغانانو ته په داسې مهال خوښي ورکړه چې ټول افغانان خپه دی، پریشانه دي، اقتصادي بحران دی او له بده مرغه نوی حکومت لا چا په رسمیت نه دی پیژندلی، په تېرو درېیو میاشتو کې لومړني خوښي وه چې زموږ په څېرو يې خوښي راوسته."
د کندز یو شمېر اوسېدونکي هم ورته نظر لري او وايي، د تېرې شپې بریا خوښي ورکړه.
د دې ولایت اوسېدونکی عزیزالله وايي: " په وروستیو کې چې په افغانستان کې کوم سیاسي بدلون راغلی او له امله يې خلک بې کاره شوي او ستونزو سره مخ دي، خلک خپه دي، نو د تېرې شپې لوبې خلکو ته خوښي ورکړه، موږ خوشحاله یو چې د کرکټ لوبډله لرو او په نړیوال جام کې لوبیږي."
دا ښايي په وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانانو لپاره لومړنۍ د خوښۍ ستره موقع وي، په افغانستان کې د نظام بدلون، د بې کارۍ او بې وزلۍ زیاتېدل او اقتصادي بحران افغانان د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي کړي دي، خو د یوې شېبې لپاره ښايي د کرکټ دې بري د زیات شمېر افغانانو له زهنونو د افغانستان ړنګ تصویر لېرې کړی وي.
افغان لوبډلې تېره شپه د کرکټ د نړیوال شل اوورېز جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې خپلې مقابلې لوبډلې سکاټلنډ د ۱۳۰ منډو په توپيرستره ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي سرود د غږولو شېبه چې په لوبغالي کې يې زیات شمېر افغانان احساساتي کړل ان لوبډلمشر محمد نبي يې وژړاوه.
ښايي له احساساتو دا ډګ حالت د ملي سرود د غږولو پر مهال معمول وي، خو اوس يې ځکه ګڼ غبرګونونه راپارولي چې پر افغانستان د طالبانو واکمني ده او دا ډله نه ملي سرود مني او نه هم د افغانستان درې رنګه بیرغ.
له لوبې وروسته یو وار بیا د ملي سرود او ملي درې رنګه بیرغ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه ګرم شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کارونکو له طالبانو غوښتي چې د خلکو احساساتو ته په کتو باید درې رنګه بېرغ د افغانستان د ملي بېرغ په توګه ومني او په ملي سرود کې لاس وهنه ونه کړي.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ پخواني مشراحمد سرمست د طالب چارواکي انس حقاني "افغانستان وګټله" د ټویټ به ریپلای کې لیکلي دي: "افغانستان د درې رنګه ملي بېرغ او ملي سرود سره وګټله، زموږ قهرمانانو د یو ملت په استازولۍ د ټولو د زړه غږ بیان کړو، صاف او دقیق چې په ملي سمبولونو معامله په هېڅ قیمت د منلو وړ نه ده."
د افغانستان ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني پر خپل ټويټر د کرکټ د بریا د مبارکي ترڅنګ لیکلي، افغان لوبغاړو نن د يو ستر غمځپلي ملت پر شونډو موسکا راوسته او د ټولو زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هېڅوک يې نه شي يرغمل کولی.
ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي!دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی! pic.twitter.com/P8aIzKvzIn
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) October 25, 2021
دا هم ویلي شوو چې ښاغلي غني لوبډلمشر محمد نبي ته په ټیلیفون هم مبارکي ورکړې ده.
د ښاغلي غني مرستیال امرالله صالح بیا د کرکټ د لوبغاړو زړورتیا او د ده په ټکو ملي ارزښتونو ته د دوی ژمنتیا ستایلې ده.
پخواني جمهور رییس حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد هم د کرکټ ملي لوبډله ستایلې او افغانانو ته يې د دې بریا مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي: "د افغان لوبډلې بریا ستایو اوپه راتلونکې کې د نورو بریاوو هیله ورته کوو."
له افغانستانه بهر د پاکستان صدراعظم افغان لوبډله ستایلې او پر خپل ټویټر يې لیکلي دي چې افغان لوبډلې د خپل وطن پر وړاندې له ټولو ستونزو او کړاوونو سره-سره د لوبې د ګټلو لپاره بې سارې هوډ وښود.
سکاٹ لینڈ کیخلاف واضح فتح حاصل کرنے پر افغان کرکٹ ٹیم کو مبارکباد پیش کرتا ہوں۔ اپنے وطن کو درپیش تمام تر مصائب و مشکلات کے باوجود کھیل کا حصہ بننے اور جیت اپنے نام کرنے کیلئے افغان ٹیم نے غیرمعمولی عزم و ہمت کا مظاہرہ کیا۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) October 25, 2021
د پاکستان د مشرانو جرګې غړي محسن او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د کرکټ افغان لوبډله ستایلې ده.
محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي دي: "د افغانستان هغه بېرغ چې په دې هېواد کې منع دی د کرکت د لوبغاړو له خوا ورپول شو، دا د هغه ملت بریا ده چې اوس مهال د ترهګرو له خوا یرغمل دی شوی دی."
The Afghan flag that is banned in Afghanistan has been raised high by the Afghan cricket team. This is the victory of a nation that has been taken hostage by terrorists. More power to Afghan players.May they keep the Afghan flag flying high in defiance of terror and injustice. pic.twitter.com/NRDN0zN9UC
— Mohsin Dawar (@mjdawar) October 25, 2021
نوموړي لیکلي دي، زړه ماتونکې ده چې افغان لوبډلمشرد ملي سرود اورېدو پر وخت په ژړا ولیدل شي.
Heart breaking to see the Afghan cricket captain break down into tears for the Afghan national anthem. Afghanistan has been a battleground for international powers for too long. Praying for the emergence of a global conscience that puts humanity and empathy above power and greed. pic.twitter.com/PRzjJWzjpZ
— Mohsin Dawar (@mjdawar) October 25, 2021
لوبډلمشر محمد نبي بیا له مینه والو مننه کړې چې لوبډله يې تشویق کړه، راشدخان له افغانانو سره د نورو بریا ژمنه کړې او لیکلي یېدي چې دا بریا د افغانستان لپاره ښه پیل دی.
افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې ترسره کړي.
د کرکټ شل اوورېزه نړیوال جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د دولس لوبډلو ترمنځ چې په دوه ګروپونو ویشل شوي پیل شوی دی.
افغان لوبډلې سره په ګروپ کې هند، پاکستان، نیوزیلانډ، سکاټلنډ او نامیبیا لوبېږي.