په هرات کې د برفي وسایلو يو شمېر سوداګر د لوړو تعرفو څخه سرټکوي

ارشیف

په هرات کې د برفي وسایلو يو شمېر سوداګر د لوړو تعرفو او په ګمرکونو کې د دوی د وسايلو درول د خپل کار اوبار پر وړاندې جدي خنډ يادوي.

دغو سوداګرو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په ليدنه کې ويلي، له يوې مياشتې راهيسې يې په ګمرکونو کې توکي د لوړو تعرفو په خاطر بند پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ويل شوي ،که د دې ستونزې د حل لپاره اقدام ونه شي په افغانستان کې به د برقي وسایلو بيې هم لوړې شي، خو د دې خونې چارواکو بيا ژمنه کړې چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.