کابل د هوټل لرونکو ټولنه: کارونه مو له ۱۰۰ سلنې ۲۰ سلنې ته کم شوي

په کابل کې د واده یو هوټل

د کابل د هوټل لرونکو ټولنه وايي، کارونه‌یې کم شوي دي.

د دې ټولنې رئیس محمد نادر قرغه‌يي نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی کارونه له ۱۰۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راکم شوي دي.

ښاغلی قرغه‌يي وايي، که څه هم طالبان د دې هوټلونو په فعالیتونو کې مداخله نه‌کوي، خو د پیسو د نشتوالي او د بانکي ستونزو له امله دا هوټلونه له اقتصادي اړخه ډېر زیانمن شوي دي.

د ښاغلي قرغه‌يي په وینا په تېر حکومت کې به شپه او ورځ په هوټلونو کې محفلونه وو، خو اوس په اوونۍ کې یو محفل هم نه‌کېږي.

هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د بانکونو ستونزه حل شي، ممکن د هوټلونو اقتصادي وضعیت هم ورسره ښه شي.

د کابل د هوټل لرونکو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ په کابل ۱۲۴ هوټلونه شته چې اوس‌یې ډېر غیر فعال او بې‌محفلونو دي.