په خېبر پښتونخوا کې د پولیو واکسیناتورانو یو ساتونکی پولیس ووژل شو

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د واکسیناتورانو ساتونکي پولیس

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې هغه پولیس نامعلومه وسله‌والو وژلی چې د پولیو واکسیناتورانو د خوندیتوب دنده‌یې درلوده.

دا پولیس پرون په دېره اسماعیل خان کې کور ته پر لاره و چې موټرسایکل سپرو ډزې پرې وکړې.

د تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه پولیس د وژنې پړه منلې ده.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو یوه مثبته پېښه او تېر کال ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاته دی او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې ریښې وچې شوې دي.