طالبان وايي د کابل لوېدیځ کې له لوږې د مړه شویو ماشومانو په اړه څېړنه کوي

د کابل لویدېځ کې مړه شوي ماشومان

طالبان وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې ویل کېږي د کابل ښار لوېدیځ کې ۸ ماشومان له لوږې مړه شوي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دې اړه څېړنه کوو، تر اوسه موږ داسې معلومات نه‌لرو چې اته ماشومان دې له لوږې مړه شوي وي، هغه هم په کابل ښار کې. په هر صورت دې برخه کې څېړنه کوو چې معلومه کړو رښتیا ده او که پروپاګند."

ازادي راډیو که څه هم هڅې وکړې چې د دغو ماشومانو په اړه معلومات ومومي، خو له زیاتو هڅو سره سره ونه‌توانېده.

پرون په دې اړه کابل کې ځایي رسنیو خبر خپور کړ او بیا سیاستوال او پخواني جهادي مشر محمد محقق هم پر خپل فېس‌بوک دا خبر ورکړ.

محقق ویلي چې دا ماشومان د کابل په ۱۳مه حوزه کې مړه شوي او جسدونه‌یې د جومات ملا امام او د سیمې خلکو خاورو ته سپارلي دي.

په خواله رسنیو د یو ملا امام وېډیو ښکته پورته کېږي چې وایي دغه ماشومان څلور خویندې او دوه وروڼه وو او مور او پلار یې له وړاندې وفات شوي، د جنازې تکفین او تدفین ته ورغلی دی.

دا ملا امام محمد علي بامیاني نومېږي او په دې مرکه کې یې ویلي چې درې اوونۍ مخکې هم د ورته پېښې شاهد و او د یوې کورنۍ اته غړي د لوږې له امله مړه شوي وو، خو اوس تازه‌یې د شپږو ماشومانو جنازې کړې دي.

محمد محقق بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د لوږې له امله د اتو ماشومانو د مړه کېدو په اړه‌یې د یو ملا امام له قوله داسې څه اورېدلي دي.

خپلواکو سرچینو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه چې ویل کېږي درې اوونۍ مخکې شوې، څه نه‌دي ویلي.

ملګرو ملتونو وروستیو کې خبرداری ورکړ چې راتلونکی کال به د افغانستان ۹۷ فیصده خلک د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.