د افغانستان په اړه د ایران په کوربهتوب سیمهییزې غونډې ته چمتووالی روان دی.
دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي چې د افغانستان ګاونډیان وربلل شوي دي.
معلومه نهده چې ایران طالبانو ته هم بلنه لېږلې او که نه، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون وویل چې د ایران غونډه کې ګډون نهکوي.
مجاهد بیا د ایران په کوربهتوب دا غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وبلله.
د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې دې غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر به په انلاین ډول دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د روسي استازي ګډون یا نهګډون لا کره شوی نهدی.
تېره اوونۍ مسکو د ورته غونډې کوربه و چې د طالبانو د رئیسالوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ورغلی و.