د طالبانو وسله‌والو تورخم کې 'دوه افغان خبریالان' وهلي

ارشیف، تورخم کې د طالبانو یو شمېر وسله‌وال

د طالبانو وسله‌والو په تورخم ښارګوټي کې دوه افغان خبریالان وهلي دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو کسانو د طلوع‌نیوز پر خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز په نوم د یوې وېب‌پاڼې خبریال جاوېد رازمند باندې نن هغه وخت لاس پورته کړی چې دوی تورخم ته د افغان مسافرو په اړه د راپور جوړولو لپاره ورغلي وو.

د صداقت غورځنګ خبرې د طلوع پر فېس‌بوک خپرې شوي: "یو کتار و چې مسافر په‌کې درېدل. موږ چې کله ورورسېدو یو طالب راغی زما کمره او ترای پاټ‌یې واخیستل. په دې ترای پاټ (پایې) باندې یې په سر ووهلم. په قنداغونو یې هم ووهلم."

غورځنګ دا ادعا هم کړې چې طالبانو د ده کمره او وسایل مات کړي او سیند ته‌یې اچولي دي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې له خبریالانو غوښتي و چې د لاریونونو پوښښ ته دې نه‌ورځي.

له کله چې طالبان واکمن شوي ګڼ خبریالان په پلازمېنې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې وهل شوي.