د امریکا دفاع وزیر: د تایوان په اړه په هېڅ فرضیې کې ځان نه‌ښکېلوو

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن وایي، متحده ایالات د تایوان په اړه هېڅ فرضیې کې ځان نه‌ښکېلوي.

استېن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د کنفرانس په پای کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې موږ په څو ادارو کې ترسره کړي، اوس هم له تایوان سره د سرچینو او وړتیاوو په برخه کې هغه مرسته کوو چې د ځان د دفاع لپاره اړتیا ورته لري، موږ به پر همدې مسئلو متمرکز پاته شو، زه د تایوان په اړه هېڅ فرضیې کې نه‌ښکېلېږم."

دا خبرې وروسته تر دې کېږي چې د امریکا ولسمشر وویل، که چین د تایوان پر ټاپو برید وکړي، امریکا به د تایوان دفاع وکړي.

د تایوان او چین ترمنځ وروستیو کې لانجې ډېرې شوي او چین د تایوان شااوخوا پوځي تحرکات زیات کړي دي.