د بشري وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو اندېښنې؛ افغانستان د 'سقوط' په درشل کې دی

بې‌وزله افغانان

له ډېرو افغانانو سره اوس هم دا اندېښنه ده چې څنګه په نس ماړه پاته شي.

د دې ډول اندېښنو څرک د ازادي راډيو په پيغام ثبتوونکي ماشین کې هم له ورایه ښکاري، دغلته ګڼ شمېر اورېدونکي اوس پر همدې ستونزې تم کېږي.

دې ماشین ته یو افغان خپل پیغام کې وایي: "دغه کومې مرستې چې راځي په بل چا یې مه‌خورئ، خوار او غریب په نظر کې ونیسئ."

بل بیا وایي: "هلمند ولایت کې روحي ناروغۍ بېخي ډېرې شوې دي، خلک ډېر په تشویش کې دي، جدي لارښوونه باید ورته وشي. کمک باید وشي چې مریضان ښه شي."

راغلي پیغامونو کې یو بل کس بیا داسې پیغام پرېښی: "کارونه نه‌شته، د اشرف غني حکومت چې پرځېدلی، دوه ورځې کار مو هم نه‌دی کړی، پلار او زوی کار کوو، ۲۳ تنه کورنۍ لرو، الله ته مو ځان سپارلی."

د جګړو له امله بې‌ځایه شوي

د طالبانو حکومت او نړیوالو مؤسسو بېلابېلو ولایتونو کې پر بې‌وزلو مرستې وېشلي، خو کافي نه‌وې او خلک شکایت کوي چې تر ډېره اړمنو ته هم نه‌رسېږي.

د افغانستان بشري وضعیت ته د نړیوالو د اندېښنو په ترڅ کې د سویډڼ د نړیوالې پراختیایي همکارۍ وزیر پیر اولسن فرید ویلي، افغانستان د سقوط په درشل کې دی او دا سقوط تر هغه څه چې دوی مخکې فکر کاوه، چټک راروان دی.

د روېټرز خبري اژانس په استناد ښاغلی فرید خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به ترورېستي ډلو ته لار هواره کړي او هم به دغلته اقتصادي سقوط د سیاسي کړکېچ لامل شي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه بیا وایي د تېرو ۴۰ کلونو په څېر به افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو په یوازې سر ټول پېټی پر غاړه نه‌شي اخیستی.

د سره صلیب کمېټې ویاند نجم اقبال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نړیوال باید د افغانانو لاسنیوي ته بېړه وکړي او خپلې مرستې په هېڅ څه پورې مشروطې نه‌کړي.

اقبال وایي: "د ژوندي پاته کېدو او ژوند کولو حق اساسي دی او باید په هېڅ شي پورې مشروط نه‌شي، له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې لطفاً، لطفاً کله چې له عامو افغانانو سره مرستې کوئ، شرط مه ورسره ږدئ، عام افغانان باید د هغه څه بیه ورنه‌کړي چې هېواد کې پېښ شول، موږ او نړیواله ټولنه باید دا یقیني کړو چې خلک باید رنځ ونه‌ویني."

په سره صلیب کې معلول افغان

خلک داسې مهال له بې‌وزلۍ رنځ وړي چې څه موده وړاندې د جي شل او جنوا په غونډو کې له افغانانو سره د څه باندې دوه میلیارده ډالرو بشري مرستو ژمنې شوې دي.

هڅه مو وکړه چې د خلکو د ستونزو په اړه د طالبانو د چارواکو نظر هم ولرو، خو د طالبانو مطبوعاتي مسؤلانو مو پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

له دې وړاندې د طالبانو د پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، له مرسته کوونکو بنسټونو او مؤسسو سره‌یې غونډه کړې او د ژمي پر مهال‌یې احتمالي بشري ناورین ته چمتووالی نیولی دی.

د طالبانو حکومت او نړیوالو مؤسسو بېلابېلو ولایتونو کې پر بې‌وزلو مرستې وېشلي، خو کافي نه‌وې او خلک شکایت کوي چې تر ډېره اړمنو ته هم نه‌رسېږي.