دیبورا لاینز: له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکوو

دیبورا لاینز پرون په کابل کې د طالبانو د رئیس‌الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو د دوام خبر ورکړی دی.

دیبورا لاینز پرون په کابل کې د طالبانو د رئیس‌الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي او دا ډاډ یې هم ورکړی چې د بانکي ستونزو د حل په برخه کې به د طالبانو له حکومت سره همکاري کوي.

د مېرمن لاینز او ښاغلي حنفي د پروني ملاقات خبر طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې دیبورا لاینز طالب چارواکو ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو او امریکا ته د خپل راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو مرستیال هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره تفاهم او همکارۍ ته ژمن دي.